IQNA

 د  دوبئ بنت مکتوم قرآنی سیالیو  په لومړنۍمرحلې کې د ګډون وروستۍ نیټه اعلان شوه

8:28 - December 07, 2023
د خبر لمبر: 3488389
ایکنا-(دوبئ) د دوبئ د قرآن کریم نړیواله جایزې اعلان کړی دی چې د دسمبر ۱۳ نیټه د کریم شیخه هند بنت مکتوم  د قرآن دسیالیو  څلورویشتم پړاؤ مقدماتي مرحلې کې د ګډون د مهلت ترټولو وروستۍ  نیټه ده .

  ایکنانیوز  د البیان له قوله راپور راکړ، د دوبئ د قرآن کریم  نړیواله جایزه ، د دسمبر د دیالسمه نیټه  د کریم شیخه هند بنت مکتوم د قرآن سیالیو د څلورویشتم نړیواله جایزې  په مقدماتي مرحلې کې دګډون ترټولو وروستۍ  نیټه اعلان شوې ده.  

 دغه سیالۍ به په شپږو برخو کې ترسره شيو چې په هغو کې په لومړۍ برخې کې ،له تجوید سره  د ټول قرآن کریم حفظ، په دوهمې برخې کې  له تجویز سره یو ځای د قرآن کریم متواتر  شلو سپارو  حفظ، په دریم څانګې کې ،له تجوید سره  یوځاي د قرآن کریم د لسو سپارو  حفظ، په څلورمې برخې کې له تجوید سره یو ځای د قرآن کریم دومدارې پنځو سپارو حفظ شامل دي . دغه برخه یوازې د  اماراتي ښآریزو لپاره مخصوصه ده  او په پنځمې برخې کې  چې  له تجوید سره یوځاي د قرآن کریم پنځه سپارې پکې شاملې دي، دغه برخه په  اماراتو کې  دیره کسانو لپاره  په دې شرط چې عمر ئې  له لسو کلونو زیات  نه وي مخصوصه ده  او  په ترټولو اخري برخې کې له تجوید سره یوځای د قرآن کریم د درو سپارو حفظ کول  دهغو کسانو لپاره  مخصوصه ده چې عمر ئې له لسو کلونو زیات نه وي.  وروستۍ برخه هم یوازې د اماراتو ښاریزو ته ځانګړې  ده.

په دغې سیالۍ کې دګډون عمومي شرائط داسې دي چې د هغو ګډون کونکو عمرونه چې په اماراتو کې اقامت لری،په سیالیو کې د نامې د لیکلو په وخت  ئې عمر باید له پنځه ویشتو کلونو زیات نه وي وباید په متحده عربی اماراتو کې  د اقامت باؤري مجوز ولرل شي.د فارس خلیج دملګرتیا شورا  دغړو هیوادونو ښاریز  هم په دغو سیایو کې ګډون کولی شي، په دې شرطونو سره چې  د دوبۍ د قرآن کریم دنړیوالې جایزې  په سیالیو کې د ګډون غوښتونکی  یا د کریم شیخه فاطمه بنت  مبارک  په نړیوالو سیالیو کې  ئې ګډون نه وي کړی  او همداراز باید د هماغو برخو  په مخکینیو پړاؤنو کې ئې یا  له هغو  لالوړو برخو کئې  ګډون نه وي کړی . پر دې سربیره  هر ګډون کونکی  مجاز دی، ددغو سیالیو په یوې برخې کې ګډون وکړي.

 د سیالیو د جایزو  اداره ، د قرآن کریم د حفظ د مرکزونو د کاندیدانو  د نامو د وصولیدا له بشپړولو وروسته د برابر شوي مهال ویش په اساس د ګډون کونکو لپاره نهائي امتحان  ترسره کوي او  امتحانونه  هم د ۲۰۲۴کال دجنورۍ له شپږمې نیټې  د ښاغلو اوآغلو  په دوو برخو کې  پیل شي . دغه سیالۍ  به دجنورۍ له دیارلسمې نیټې  پورې دوام ولري او د پاي دستورو او د سړیو او ښځو د ګټونکو  ددرنښت دستورې به په ترتیب سره دجنورۍ په ۱۶ او ۱۷ نیټه ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4186227

captcha